د ط..البانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې، خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کنړ ولايت کي د ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه ئې د پاکستان پر پوستو بريدونه کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريدونو کي ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۲ نور ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي په دغه بريدونو کي ئې د پاکستان ۲ ټانکونه، ۲ پوستې او د امنيتي کېمرو سيستم ئې هم له منځه وړی دئ.

د خبرپاڼي په حواله چي دغه بريدونه ئې پر کنړ ولايت د پاکستان د بريدونو په جواب کي تر سره کړي دي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري د پاکستان دولت د ط..البانو د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.