د ط..البانو ستري محکمې د سې شنبې په ورځ په دوو جلا جلا نشر سوو خبرپاڼو کي ويلي

د ط..البانو ستري محکمې د سې شنبې په ورځ په دوو جلا جلا نشر سوو خبرپاڼو کي ويلي، چي د يوې ښځي په ګډون ئې څلور کسان د نامشروع اړيکو په تور په غزني او بدخشان کي په دورو وهلي.
په لومړۍ خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دوه کسان ئې په غزني ولايت کي د نامشروع اړيکو په تور د ۳۵ څخه تر ۳۹ پوري په عام محضر کي په دورو وهلي او يو کال ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
دغه راز د يادي محکمې څخه په يوې جلا خبرپاڼه کي په همدې ورځ ويل سوي، چي په بدخشان کي ئې يوه ښځه او سړی د نامشروع اړيکو په تور ۲۵ دورې وهلي او د تنفيذي بند‌ په سزا ئې هم محکوم کړي دي.