د ط..البانو ستري محکمې ويلي، چي د قلعه زال په سيمه کي ئې دوه کسان د لواطت په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې ۳۹ـ ۳۹ دورې وهلي او د يو نيم کال څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو په وروستيو شپږو مياشتو کي د افغانستان په۲۷ ولايتونو کي شاوخوا ۶۲۲ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.