د ط..البانو له خوا د بدني سزاوو په دوام دغي ډلي په غزني ولايت کي يوه ښځه او درې نارينه د‌ غلا او اخلاقي فساد په تور

د ط..البانو له خوا د بدني سزاوو په دوام دغي ډلي په غزني ولايت کي يوه ښځه او درې نارينه د‌ غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د ط..البانو ستري محکمې ويلي چي دغه کسان ئې د چهارشنبې په ورځ په عام محضر کي د ۲۰ څخه تر ۳۵ پوري په دورو وهلي او يو کال ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د ط.. البانو له خوا بدني سزاوي ورځ تر بلي زياتيږي، د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه د ط..البانو غواړي چي دغه ډول سزاوي پای ته ورسوي.