د ط..البانو مشر م.لا هب.تالله د یوه پنځهمادهییز حکم له لاري د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چي پر لویو لارو د ترافیکي پېښو عاملين ونیسي او اړوند محکمو ته دې معرفي کړي.
د چارو ادارې د خپرې کړي خبرپاڼي له مخي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف سوی، چي د ترافيکي پېښو د عاملينو په پېژندلو، نیولو او د اړوندو معلوماتو او اسنادو په راټولولو کي له کورنیو چارو وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
په حکم کي محکمې هم مجبوره سوي، چي د ترافیکي پېښو قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.