د ط..البانو مشر ملا هب.ت الله وايي، د بهرنیو هیوادونو غربي او غیر اسلامي غوښتنو ته به غاړه کښېنږدي او ټینګار ئې کړی، چي د دوی ټولي چاري به د اسلامي اصولو له مخي مخته ځي.
هغه دغه څرګندوني په کندهار کي د لوی اختر د لمانځه تر مخه په خپل وينا کي وکړې.
نوموړي ويلي چي د ط..البانو نظام د بهرنیو فشارونو پر بنسټ نه، بلکي د شریعت له مخي پرېکړي کوي.
ملا هب.ت الله د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د غریبو کورنیو د ملاتړ له پاره عملي کارونه پیل سوي دي. هغه د کندهار والي ته لارښوونه وکړه، چي اړمن کسان او بېوزله کورنۍ د مرستو له پاره مسؤلینو ته معرفي کړي.
د ط..البانو مشر په خپله وینا کي د مسلمانانو ترمنځ پر اتحاد او یووالي هم ټینګار وکړ او له خلګو ئې وغوښتل چي له بدبینۍ، شخړو او منفي چلند څخه ځانونه وساتي.
هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي افغانستان تر اوسه نړۍوالو په رسميت نه دئ پېژندلی.
په ورته وخت کي د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چي له تېرو نژدې پنځو کلونو راهیسي افغانستان ورځ تر بلي منزوي کېږي او ډېری هیوادونه اوس افغانستان ته د یوه امنیتي ګواښ په توګه ګوري.
اشرف غني زیاته کړې، چي د اوسني وضعیت اصلي ستونزه د مشروعیت نه موجوديت دئ او مشروع نظام یوازي هغه وخت رامنځته کېدای سي، چي ملت ئې په خپله خوښه وټاکي.