د طالبانو د پوځ لوی درستیز د بدخشان ولايت پر یفتل ولسوالۍ د بريد وروسته دغي ولسوالۍ ته سفر کړی او ويلي دي چي ګڼ شمېر

د طالبانو د پوځ لوی درستیز د بدخشان ولايت پر یفتل ولسوالۍ د بريد وروسته دغي ولسوالۍ ته سفر کړی او ويلي دي چي ګڼ شمېر کسان مو نيولي دي.
هغه زیاته کړې چي اوس یې یفتل ولسوالۍ مکمله تر کنټرول لاندي ده او هيڅ تهديد نسته.
د هغه په خبره چي خلګ دي د امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي،تر څو امنيتي ګډوډیاني ختمي سي.

د یادوني وړ ده چي د بدخشان محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي لوی درستیز په بدخشان کي بې ګناه ځوانان نيولي او وهلي دي.