د عمان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چي د دقم سوداګریز بندر د ایران دوو بېپیلوټه الوتکو لخوا په نښه سوی، چي په دې برید کي یو بهرنی کارګر ټپي سوی.
په راپور کي ويل سوي، چي نوري بېپیلوټه الوتکي د تیلو ټانکونو ته نژدې لوېدلي دي؛ خو کوم ځاني یا مالي زیان ئې نه دئ اړولی.