د غزني اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په ګداخېلو ولسوالۍ کي يو ځوان په شخصي لګښت د ښوونځي له پاره ودانۍ جوړه کړې ده.
دغه ځوان حميدالله عزت نومېږي او د ۵ ميليونه افغانۍ په لګښت ئې د ښوونځي دغه ودانۍ جوړه کړې ده.
د هغوی په خبره دغه ښوونځي ۱۳ درسي خوني لري.