د غزني د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د غزني د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په اب بند ولسوالۍ کي د کندهار- کابل پر لويه لاره دوه موټران ټکر سوي، چي له امله ئې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او دوې ښځي ټپياني سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.