د غزني د پوهني ریاست مسئولين

د غزني د پوهني ریاست مسئولين، وايي په دغه ولایت کي لا هم زياتي ښوونځي مناسبي ودانۍ نه لري او د يو شمېر نورو ښوونځيو ودانۍ ترمیم او بیارغوني ته جدي اړتیا لري.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخي، د غزني له ۶۷۵ فعالو ښوونځیو څخه نژدې ۲۰۰ ښوونځي بې‌ودانۍ دي او شاوخوا ۳۵۰ نور ښوونځي داسي ودانۍ لري چي د بیارغوني ته اړتيا لري.
د چارواکو په وینا، اوس‌مهال د ۲۱ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو او رغولو چاري رواني دي، چي له دې ډلي اووه پروژې د پوهني وزارت او ۱۴ نوري د یونیسف په مالي ملاتړ پلي کېږي.