د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کي د ماین پاکۍ یوې موسسې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده روسی بم موندلی او له انتقال وروسته ئې له منځه

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کي د ماین پاکۍ یوې موسسې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده روسی بم موندلی او له انتقال وروسته ئې له منځه وړی دئ.
د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې ادارې ویلي، دغه بم د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکر کوټ بازار اړوند د سیر کلي د یوه کور په انګړ کي موندل سوی و.
د سرچینې په وینا، یاد بم د ډي‌ار‌سي ماین پاکۍ موسسې له لوري له سیمي انتقال او وروسته شنډ سوی دئ.

د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې ادارې له خلګو غوښتي چي د ماینونو او ناچاودو یا مشکوکو توکو له لیدلو وروسته ورته لاس ور نه وړي او له سیمي ليري پاته سي او ژر تر ژره اړوندو مسئولينو ته خبر ورکړي.
د يادوني وړ ده، چي د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د ماینونو او ناچاودو توکو له امله له ۵۰ ډېري پېښي سوي، چي تر ۳۰ ډېر کسان په کښي وژل سوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.