د فارياب ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د فارياب ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د دغه ولايت د شېرين تګاب ولسوالی په فيض اباد کلي د ګازو د ډبې په چاودنه کي ۱۶ کسان ټپيان سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه د ګازو ډبې په يو کور کي دننه چاودنه کړې، چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
خبرپاڼه ليکي، چي د پېښي قربانيان روغتون ته انتقال سوي دي.