د فارياب څخه ځايي سرچينو د‌ چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د فارياب څخه ځايي سرچينو د‌ چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د اندخوی ولسوالۍ په زغرخانه او الهندي سيمي کي د درو وژل سوو ځوانانو جسدونه موندل سوي دي.
د سرچينې په وينا چي په وژل سوو کسانو کي د پدرام په نوم د طب پوهنځي يو محصل هم شامل دئ.
د سرچينه دغه راز زياتوي چي د پاته دوو وژل سوو کسانو هويت څرګند نه دئ.

ط..البانو تر اوسه د‌دغي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي.