د فاریاب ولایت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د فاریاب ولایت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت پ مرکز ميمنه ښار کي د يوې ځواني نجلۍ جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه نجلۍ د چاقو په وسيله وژل سوې وه، چي د ځايي خلګو له خوا ئې جسد موندل سوی.
تر اوسه د دغه پېښي علت څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی دئ، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.