د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چي د ایران نظامي ځواکونو د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی دئ، که چېري د یاد هیواد له خاوري څخه د خلیج فارس درېګونو جزایرو د برید له پاره ورڅخه استفاده وسي، د ايران له سخت پوځي غبرګون سره به مخ سي.
د ایران د خاتمالانبیاء عملیاتي قرارګاه په یوه اعلامیه کي ويلي که چیري د ابو موسى او تنب الكبرى جزایرو پر ضد له اماراتو څخه هر ډول دښمنانه اقدام وسي؛ نو د ایران وسلهوال ځواکونه به د راسالخېمه سیمي باندي دروند برید وکړي.
ابوموسى او تنب الكبرى جزیرې د هرمز تنګي ته نژدې پرتې دي، دا هغه ستراتیژیک لاره ده، چي نژدې پنځهبرخه د نړۍ نفت له هغې تېرېږي.