د فرانسې د دفاع وزارت اعلان کړی

د فرانسې د دفاع وزارت اعلان کړی، چي د دغه هیواد ستره الوتکو لېږدونکې جنګي بېړۍ شارل دوګل او ورسره مل پوځي ځواک عربي سمندر ته رسېدلی دئ، څو د اړتیا په صورت کي په هرمز تنګي کي د بېړیو د خوندي تګ راتګ ملاتړ وکړي.
فرانسوي چارواکي وایي، د دې ماموریت موخه جګړه نه، بلکي په سیمه کي د نړۍوالو سمندري لارو ساتنه او د کښتیو د تګ راتګ ازادي تضمینول دي.
د فرانسې د دفاع وزیر زیاته کړې، چي دغه بېړۍ د سوېز کانال له لاري سیمي ته رسېدلې او اوس په ټاکلي موقعیت کي ځای پر ځای سوې ده.

بل‌خوا راپورونه وایي، فرانسه او بریتانیا په ګډه د هرمز تنګي د امنیت له پاره پوځي طرحه جوړه کړې، ځکه د دې مهمي اوبو لاري بندېدل د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمنولای سي.