د جوزجان ولایت د ط..البانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژني په تړاو دوه کسان نیول سوي دي

د جوزجان ولایت د ط..البانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژني په تړاو دوه کسان نیول سوي دي.
د یادي قوماندانۍ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا پېښه د پنج شنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د شبرغان ښار د څلورمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کي سوې ده.
د معلوماتو له مخي، وسله‌والو کسانو پر یوه کور برید کړی او د کلاشینکوف په وسيله ئې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او دوه نور ئې ټپیان کړي دي.

ط..البانو ویلي، چي د دې پېښي په تړاو ئې دوه تنه نیولي او پلټني ورڅخه رواني دي.
تر اوسه د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه سوي.