د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي امریکا پر ایران سخت او پراخ بریدونه کړي او د دغه هیواد مهمو برخو ته ئې درانه زیانونه اړولي دي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کي ويلي، چي امریکا کولای سي د ایران پلونه او د برېښنا بنسټونه هم په لنډ وخت کي له منځه یوسي، خو دا کار ئې نه دئ کړی.
هغه زیاته کړه: «موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزارونه کړي دي، خو د تېلو د صادراتو برخي مو نه دي په نښه کړې.»
د امریکا ولسمشر دا هم وویل، چي د ایران د حکومت د مقاومت وړتیا ئې کمه نه ده ګڼلې او د بریدونو پر مهال ئې ټول وضعیت په پام کي نیولی و.