د فرانسې د سنت اِن ګوادلوپ ښار کي د کریسمس د څراغانو د لګېدلو د مراسمو پر مهال یو موټر د چټک سرعت له امله خلګ وهلي

د فرانسې د سنت اِن ګوادلوپ ښار کي د کریسمس د څراغانو د لګېدلو د مراسمو پر مهال یو موټر د چټک سرعت له امله خلګ وهلي.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کي ۱۰ کسان مړه سوي او ۹ نور ټپیان دي.
پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي خلګ د مراسمو د پیل له پاره په ياده سیمه کي راټول سوي وو.

د فرانسې چارواکي وايي د پېښي د دقیق علت د معلومولو له پاره پلټني رواني دي.