د فراه امنیتي چارواکو د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولایت سره د ايران پر پوله ایراني سرحدي ځواکونو لس تنه افغان کډوال وژلي او دوه نور تر اوسه پوري ورک دي.
د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند محمد نسیم بدري څراغ تلوېزيون ته ويلي چي وژل سوو کسانو هڅه کوله د شېخ ابو نصر فراهي بندر له لاري په غیرقانوني ډول ایران ته واوړي، خو د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا ورباندي ټکان سوي، چي په ترڅ کي ئې ياد لس افغان کډوال وژل سوي.
د ايران دولت تراوسه پوري د دغو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.