د فلسطين د عامي روغتيا وزارت په غزه کي د وژل سوو ولسي خلګو ارقام نشر کړي

د فلسطين د عامي روغتيا وزارت په غزه کي د وژل سوو ولسي خلګو ارقام نشر کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مي نېټې څخه تر اوسه پوري په غزه کي ۷۱ زره او ۵۵۰ کسان وژل سوي او ۱۷۱ زره او ۳۶۵ تنه ټپیان سوي دي.
همداراز، د تېر کال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند تر هوکړې وروسته هم اسرائیلي ځواکونو د غزې په بېلابېلو سیمو بریدونه کړي، چي له امله ئې ۴۶۵ فلسطینیان وژل سوي او ۱۲۸۷ نور ټپیان سوي دي.