د لغمان ولایت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د لغمان ولایت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کي يو موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.