د لوږي پر وړاندي د مبارزې سازمان خبر ورکړی، چي په هلمند ولایت کي د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملني مرکزونه د ناروغانو د زیات شمېر له امله له جدي فشار سره مخ سوي او نور د ټولو اړمنو ماشومانو د بستر کولو توان نه لري.
د دغه سازمان مشري کوبي ریتولد، چي تازه ئې هلمند ته سفر کړی، ویلي د لښکرګاه د خوارځواکۍ درملنیز مرکز په اصل کي د ۴۵ ماشومانو له پاره جوړ سوی و، خو د اړتیا له کبله ئې ظرفیت ۷۰ بسترو ته لوړ سوی دئ.
هغې زیاته کړې چي دغه پراخ سوی ظرفیت هم په ډېر لنډ وخت کي ډکېږي.
د هغې په وینا، پراخه بېوزلي، د خلګو بېځایه کېدل، د اقلیم بدلون منفي اغېزې او د نړۍوالو مرستو کمېدل هغه مهم لاملونه دي چي په افغانستان کي ئې د لوږي او خوارځواکۍ کچه لوړه کړې او د روغتیايي مرکزونو پر خدماتو ئې فشار زیات کړی دئ.