د لوګر د ط.. البانو امنيتي مسئولينو د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت په پل علم ښار او محمداغې ولسوالۍ کي د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۳ کسان ټپيان سوي.
د هغوی په خبره، چي دغه کسان وروسته روغتون ته انتقال سوي او اوس تر درملني لاندي دي.
دغه ترافيکي پېښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوي دي.