د لوګر څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په محمداغې ولسوالۍ کي يو قومي مشر نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه قومي مشر ببرک احمد احمدزي نومېږي او د پنج شنبې په ورځ وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي د ببرک احمدزي مشر زوی د تېر جمهوري نظام پر مهال د ځانګړو ځواکونو د يوې قطعې قومندان و.
تر اوسه ط..البانو دهغه د وژني په تړاو څه نه دي ويلي.