د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ ويلي چي د دوی له خوا پنځه هغه پاکستاني وګړي بیرته خپل هیواد ته لېږل سوي چي د جعلي اسنادو په کارولو ئې د بريتانیا پر لور د سفر هڅه کول.
د معلوماتو له مخي، یاد پنځه کسان لومړی د تفریحي سفر له پاره له لاهور څخه مالیزیا ته تللي وو، خو وروسته ئې هڅه کړې وه، چي له مالیزیا څخه د جعلي ویزو په تر لاسه کولو د شارجه له هوايي ډګر څخه بريتانیا ته مهاجرت وکړي.
د هغوی په خبره چي ياد کسان تر قانوني ارزونې وروسته بېرته پاکستان ته استولي، چي په پاکستان کي پوليسو نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دي.