د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت خبر ورکړی، چي ایران پر دې هیواد پرلپسې بریدونه کړي

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت خبر ورکړی، چي ایران پر دې هیواد پرلپسې بریدونه کړي.
راپورونه وايي چي د سې شنبې په ورځ ایران ۹ بالستیک توغندي ویشتلي، چي ۸ توغندي ئې خنثی سوي او یوه ئې په فارس خلیج کي لوېدلې وه.
همدارنګه نن ورځ ایران پر اماراتو د ۳۵ بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي، چي ۹ الوتکي د هوایي دفاع له سیسټمونو څخه تېري سوي وې.

بايد وويل سي، چي د جګړې له پیل راهیسي، ایران په مجموع کي پر اماراتو ۲۶۲ بالستیک توغندي او ۱۴۷۵ بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي.