د ط..الباني امنيتي سرچینو ويلي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د پاکستان پوځ ډیورنډ فرضي کرښي ته په نژدې ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان کي تر سل زیات هاوانونه او توپونه راغورځولي.
د هغوی په خبره چي په دې بریدونو کي درې ملکي وګړي وژل سوي، څلور ټپیان دي او يو شمېر کورونه هم ويجاړ سوي دي.