د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي ښايي له ایران سره خبري وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي ښايي له ایران سره خبري وکړي.
د هغه په خبره چي داسي اطلاع ئې تر لاسه کړې، چي ايران خبرو ته تمايل لري.
ټرمپ د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه‌اي په اړه هم خپله نارضایتي څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي هغه ښايي په آرامه ژوند ونه کړي.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا سره هر ډول خبري رد کړي او ویلي ئې دي چي د امریکا او اسرائیل هڅي د ایران د نظام د بدلولو له پاره ناکامي سوي دي.