د متحده عربي اماراتو ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی

د متحده عربي اماراتو ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چي د ایراني هوايي شرکتونو ټولي الوتني ئې تر بلي خبرتیا پوري ځنډولي دي.
د اماراتو رسمي خبري اژانس وام د دې ادارې له قوله ویلي، دا پرېکړه د ایراني هوايي شرکتونو پر وړاندي د امریکا د لګول سوو بندیزونو له مخي سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي، دغه بندیزونه ایراني هوايي شرکتونه د نړۍ له بېلابېلو هوايي ډګرونو د استفادې څخه منع کوي.