د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، چي افغانستان د اوبو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، چي افغانستان د اوبو، روغتیا او حفظ‌الصحه برخو کي اوس هم د جدي خطر سره مخ دئ. د دې ادارې تازه راپور ښيي چي په ۲۰۲۶ کال کي شاوخوا ۱۵.۹ میلیونه افغانان پاکو اوبو، حفظ‌الصحه او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
د اوچا د ارزوني له مخي، اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ او د اوبو د کموالي له خطر سره مخ دي، ۳۲ سلنه خلګ خرابو اوبو ته لاسرسی لري او ۱۸ سلنه بیا د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
اوچا ټینګار کوي، چي دا ستونزي زیاتره د افغانستان په شمال، شمال‌لويدیځ، لويدیځ، ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزي سیمو کي موجودي دي او اوسېدونکي ئې د ستونزو سره مخ دي.

دغه اداره خبرداری ورکوي، چي که عاجل اقدام ونه سي، ښايي د روغتیايي خدماتو سیستمونه نسکور سي، ساري ناروغۍ خپري او د خوارځواکۍ ګراف لوړ سي.
د اوچا له قوله، د دې ستونزو د حل او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي له پاره شاوخوا ۱۶۳.۳ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستو ته اړتیا ده.