د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د دوشنبې ورځي سختو سېلابونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کي ۲۶ کسان وژلي او يو شمېر نور ئې ټپيان کړي دي.
د اوچا د راپور له مخي، نورستان، ننګرهار او بغلان هغه ولایتونه دي چي د سېلابونو له امله په کښي خلګو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د راپور له مخي، یوازي د نورستان د پارون په ښار کي ۲۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸۰ کسان ټپيان سوي او تر سلو زيات نور نادرکه دي.
اوچا ويلي، چي ملګرو ملتونو سېلاب ځپلو سيمو ته بشري مرستي لېږلي او نور هم هڅه کوي، چي اضافه بشري مرستي هم سېلاب ځپلو ته ورسوي.