د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کي د خوارځواکۍ ستونزه ورځ تر بلي زیاتېږي.
د ياد سازمان په وينا چي د ۲۰۲۶ کال په جريان کي به ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ سي.
اوچا خبرداری ورکړی، چي د دې بحران د مخنیوي او د خلګو د ژوند ژغورلو له پاره بېړنیو بشري مرستو او مالي ملاتړ ته سخته اړتیا ده.
یاد دفتر زیاتوي، که لازمي مرستي پر وخت برابري نه سي، د زرګونو ماشومانو او کورنیو ژوند به له لا ډېرو ستونزو سره مخ سي.