د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چي د افغانستان په ننګرهار، کندهار، زابل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چي د افغانستان په ننګرهار، کندهار، زابل، لوګر او بادغیس ولایتونو کي وروستیو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي.
د راپور له مخي، دغو طبیعي پېښو ۶۱ روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي او سلګونه ښوونیز بنسټونه ئې هم ویجاړ کړي دي.
اوچا ویلي، په دې سېلابونو کي له ۲۱۴ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۷۵۰۰ کورونه تخريب سوي.

دغه اداره زیاتوي چي د بودیجې کموالی او د لارو خرابوالی زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندي ستر خنډونه جوړ کړي دي. د راپور له مخي، د ښوونځیو ویجاړېدل د زرګونو زده‌کوونکو زده‌کړي هم له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.