د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چي په ۲۰۲۶ میلادي کال کي شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه کسان په افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چي په ۲۰۲۶ میلادي کال کي شاوخوا ۱۴.۴ میلیونه کسان په افغانستان کي روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا ویلي چي د بوديجې د محدودیت له امله به یوازي د دې کسانو نژدې نیمایي ته روغتیایي خدمات برابر سي، چي د دې له پاره ۱۹۰.۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د دې ادارې په وینا، ماشومان، ښځي او معلول کسان د مرستو په لومړیتوب کي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخي، په روان میلادي کال کي نژدې ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کي بشري مرستو ته اړتیا لري.
بشردوستانه بنسټونو د ۱۷ اعشاریه ۵ میلیونه کسانو لاسنیوی د لومړیتوب په توګه ټاکلی، چي د هغوی د مرستي له پاره شاوخوا ۱ اعشاریه ۷۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا دا هم ویلي چي تېر کال د بوديجې د کمښت له امله، بشري بنسټونه اړ سوي وو چي میلیونونه اړمن کسان د مرستو له نوملړ څخه وباسي.