د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي له کورنیو سره د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو بشري مرستو په برخه کي همکاري اړینه ده.
اوچا د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مي کلیزي په مناسبت ویلي، چي له خپلو بشري مرستندویو همکارانو سره په ټول افغانستان کي له اړمنو کورنیو ملاتړ کوي؛ څو له ستونزو سره مقابله وکړي او د ژوند شرایط ئې ښه سي.
دغه دفتر ټینګار کړی، چي خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له کورنیو سره مرسته کوي، څو د ستونزو پر وړاندي مقاومت وکړي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي اقتصادي او بشري بحرانونه، د کډوالو راتګ او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د میلیونونو خلګو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دئ.