د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کي د بودیجې د کمښت له امله د خوارځواکۍ د درملني نژدې یو پر دريمه مرکزونه تړل سوي دي.
اوچا خبرداری ورکړی، چي د روان وضعیت له دوام سره به په راتلونکي کال کي تر څلورو میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله درملني ته اړتیا ولري.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخي، اوس مهال په افغانستان کي ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوړو د ناامنۍ سره مخ دي او اټکل کېږي، چي د راتلونکي ژمي پر مهال به دا شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ سي.

اوچا له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي د ژمي له رارسېدو مخکي له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو مرستي زیاتي کړي.