د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چي د ژمي په رارسېدو سره به په افغانستان کي شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږي له خطر سره مخ سي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخي، اوس مهال په افغانستان کي نژدې ۱۶ میلیونه کسان له سختي خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۳.۴ میلیونه نور بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي، بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د کلونو جګړو د افغانانو اقتصادي وضعیت خراب کړی.
دغه اداره ټینګار کوي، چي د بشري مرستو ترڅنګ د کرني، روغتیايي خدمتونو، کارموندني او اقتصادي فرصتونو پراختیا ته هم اړتیا ده، څو د لوږي او خوارځواکۍ ستونزه راکمه سي.