د ايران رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی

د ايران رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د زاهدان- بم پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کي ۹ افغان کډوال وژل سوي.
په راپور کي ويل سوي، چي د افغان کډوال يو کوچنی موټر د ټېلر سره ټکر سوی او وروسته ئې اور اخيستی.
د ايران د رسنيو د راپور په حواله چي د وژل سوو کسانو جسدونه سوځېدلي دي او له همدې امله ئې هويت معلومول سخت دي.