د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه ئې د پروان ولايت د پل متک په سيمه کي د ط..البانو پر يوې پوستې بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا په دغه برید کي ئې درې ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
ط..البانو تر اوسه پوري د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.