د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) خبر ورکړی چي ایټالیا تازه ۲.۸۹ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) خبر ورکړی چي ایټالیا تازه ۲.۸۹ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان سره کړې ده.
ياد سازمان وايي چي د ايټاليا له خوا دغه مرسته سوي پيسې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق ته ورکړل سوي دي، ترڅو د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستندویه ادارو اړتياوي پوره کړي.
اوچا وایي، تر دې وړاندي هم ایټالیا د افغانستان سره دوه میلیونه ډالره مرسته کړې وه. د اوچا د اټکل له مخي، په ۲۰۲۶ کال کي نژدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د دغو مرستو له پاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.