د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) تازه شمېرې ښيي چي په افغانستان کي د لوږي او خوارځواکۍ کچه لوړه سوې او شاوخوا

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) تازه شمېرې ښيي چي په افغانستان کي د لوږي او خوارځواکۍ کچه لوړه سوې او شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، د لوږې دا ګواښ د تېر کال پرتله زیات سوی دئ؛ ځکه چي تېر کال دا شمېر ۱۴.۸ میلیونه تنه و. خو اوس د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې‌کارۍ له امله دا شمېره نوره هم لوړه سوې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې ويلي، که چیري بېړنۍ مرستي ونه رسېږي، نو د لا ډېرو افغانانو ژوند به له جدي خطر سره مخ سي. دغه سازمان له نړۍوالو مرسته کوونکو غوښتي چي له افغانستان سره خپلي مرستي زیاتي کړي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چي د لوږي زیاتېدونکی بحران نه یوازي ماشومان، بلکي ښځي او زاړه خلګ هم تر سخت ګواښ لاندي راولي او د ټولني پر روغتیا او راتلونکي ئې ژور اغېز کوي.