د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کي تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان وايي چي د يادو ماشومانو وضعیت نور هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دئ‌.
د یونیسف د نوي راپور له مخي، د خوړو کمښت، بېوزلي او د مناسبي تغذیې نشتوالی د ماشومانو د خوارځواکۍ مهم لاملونه دي.

راپور ښيي چي تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن سوي دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چي د خوارځواکۍ موسم سږکال تر معمول مخکي پیل سوی او په ډېری ولایتونو کي د شدیدي خوارځواکۍ پېښي زیاتي سوي دي.
دې ادارې له نړۍوالو مرستندویانو غوښتي چي د افغانستان د تغذیې د پروګرامونو له پاره بېړنۍ مالي مرستي برابري کړي.