د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۵ کال د پيل څخه تر اوسه له ۲.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هيواد ته راستانه سوي دي.
د‌ ياد سازمان په وينا‌ چي د دغو راستنېدونکو ډېری برخه له ایران او پاکستان څخه راګرځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د کډوالو دا پراخ بهیر د افغانستان له پاره نوې ستونزه راولاړوي، ځکه دا هیواد له مخکي څخه د کلونو جګړو، بې‌ثباتۍ او وروستیو طبیعي پېښو له امله له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دئ.

یاد بنسټ زیاتوي چي ډېری راستنېدونکي کسان له ډېر لږو امکاناتو سره هیواد ته رسېږي، نه مناسبه سرپناه لري او نه هم کار لري چي دا چاره د افغان کډوالو د کورنیو ژوند لا سختوي.