د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو ضد دفتر وايي چي د ایټالیا حکومت د افغانستان د ښځو او ځوانانو د ملاتړ له پاره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
د ياد سازمان په وينا دغه مرسته به په هرات او ننګرهار ولایتونو کي ۶۷۹۷ ښځو او ځوانانو ته د عایداتو قانوني فرصتونه برابر کړي.
د یاد دفتر په وینا، له ۲۰۲۴ کال راهیسي نژدې ۵۵۱۴ زیانمنو کورنیو ته د کوکنارو د کښت څخه د بدیل عاید زمینه برابر سوې ده.
ملګري ملتونه وایي چي د ۲۰۲۶ کال له پاره د افغانانو د عاجلو بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بوديجې ته اړتيا ده.