د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کي د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید په ۲۰۲۶ کال کي د پام وړ زیات سوی دئ.
د دغه دفتر د تازه راپور له مخي، د تریاکو تولید په افغانستان کي له تېر کال راهیسي پنځه برابره زیات سوی او له ۳۰۰ ټنو څخه نژدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دئ.
راپور ښيي، چي د کوکنارو تر کښت لاندي ځمکي هم له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه څه باندي ۴۳ زره هکټاره ته پراخي سوي دي.
د ملګرو ملتونو د یاد دفتر په وینا، اوس د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کي کوکنار کرل کېږي او شمالختیځ ولایتونه د دې بوټي د کرکيلي په مهم مرکز بدل سوي دي.
د دغه دفتر اجرائیوي مشري، مونیکا جوما، ټینګار کړی، چي بزګرانو ته د عاید د بدیلو سرچینو برابرول د کوکنارو د کښت د دوامداره مخنیوي له پاره اړین دي.