د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ اداره ( يونيسف) وايي

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ اداره ( يونيسف) وايي، چي په افغانستان کي ۳.۷ ميليونه کوچنيان د سختي خوارځوکۍ د خطر سره مخ دي.
يونيسف ويلي، چي افغانستان هغه هيواد دئ، چي د خوارځواکۍ خطر په کښي لوړ دئ.
دغه سازمان وايي چي ياده ناروغي يوازي لوږه نه ده؛ بلکي ۱۲ سلنه په کوچنيانو کي د مرګ ګواښ لري.

یونیسف وايي د کوچنيانو د خوارځواکۍ د ختمولو له پاره يو ګډ اقدام، دوامداره مالي ملاتړ او د کوچنيانو خونديتوب ته پر لومړیتوب ورکولو ټينګار کړی.
د يادوني وړ ده، چي د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چي په افغانستان کي د لوږي کړکېچ ورځ تر بلي ډېريږي او دغه هيواد کي نژدې پنځه میلیونه مېندي او کوچنيان په سختي خوارځواکۍ اخته دي.