د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کي له ایران او پاکستان څخه نژدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هيواد ته را ستانه سوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي د راستنو سوو کډوالو ۴۳ سلنه په جبري ډول ایستل سوي او پاته نور په کوربه هیوادونو کي د ژوند د سختو شرایطو او محدودیتونو له امله افغانستان ته راستانه سوي دي.
راپور زیاتوي، له راستنو سوو کډوالو څخه شاوخوا ۲۰۲ زره کسانو د سرحدي لارو په اوږدو کي نقدي مرستي ترلاسه کړي، خو ډېری راستنې سوي کورنۍ د سرپناه، کار او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کي د راستنېدونکو د ملاتړ له پاره ۲۱۶.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه ئې یوازي د ۳۰ میلیونه ډالره په اندازه مالي مرسته ترلاسه کړې ده.