د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چي په تېره اوونۍ کي ۶۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راغلي.
دغه سازمان ويلي، چي ياد افغان کډوال د پاکستان، ايران او تاجکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه راز زياتوي، چي په راغلو کسانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
ياد سازمان د افغان کډوالو له پاره پر نړۍوالو مرستو ټينګار کړی دئ.